د پکتیکا ولایت له یو شمېر تعلیمي ادارو سره د ۳.۵ مېلیونه افغانیو مرسته شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۲:۴۴
asfas

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د روان کال (۱۴۰۴ لمریز) په اوږدو کې تر اوسه پورې، د ارګون ولسوالۍ د والدینو شوراګانو، اوسېدونکو او خیریه ادارو لخوا، د همدغې ولسوالۍ له تعلیمي مرکزونو سره ۳.۵ مېلیونه افغانۍ مرستې شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د خلکو له همکارۍ ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې، د پوهنې وزارت هڅه کوي تر څو د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د مدارسو او ښوونځیو ستونزې حل کړي؛ خو د نوموړي په ​​وینا، د خلکو همکاري او ملاتړ د پوهنې د پروسې په پیاوړتیا او معیاري کولو کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

په لغمان ولایت کې د کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو ازموینه ترسره او د قرآن کریم د حافظانو اسناد وارزول شول

د لغمان ولایت پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د ۵۴۹ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې یاد ولایت ته راستانه شوي وو، د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو ترڅو هغوی تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د پکتیکا ولایت له یو شمېر تعلیمي ادارو سره د ۳.۵ مېلیونه افغانیو مرسته شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د روان کال (۱۴۰۴ لمریز) په اوږدو کې تر اوسه پورې، د ارګون ولسوالۍ د والدینو شوراګانو، اوسېدونکو او خیریه ادارو لخوا، د همدغې ولسوالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۲۲
Background image

لوګر ولایت کې د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو بیارغونه بشپړه شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو بیارغونې کارونه بشپړ او د کارولو لپاره چمتو شوې دي.
یادې ودانۍ د درېیو میاشتو په اوږدو کې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶.۵. . .

BACK TO NEWS