د پکتیکا ولایت له پوهنې سره د څه باندې ۲۳۳ زره افغانیو مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۸
656

د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو له پوهنې سره د ۲۳۳ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
له یادې مرستې څخه د حیات‌بابا لېسې لمریزې برېښنا سیسټم د ۱۶۵ زره افغانیو په ارزښت ترمیم شوی، د عبدالله ابن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسې لپاره د ۴۴ زره افغانیو په ارزښت فرشونه برابر شوي او د شهید شیرعلي ښوونځي لپاره د ۲۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت اداري وسایل اخیستل شوي دي.
د ياد ولايت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، له خلکو څخه د هغوى د مرستو او ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ويل چې د خلکو ملاتړ ښوونیز بنسټونه پیاوړي کوي او د راتلونکي نسل لپاره د لا غوره زده‌کړو زمینه برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS