د پکتیکا ولایت زده‌کوونکو ته د علمي کتابونو وېش پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۴۸
sfs

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د شپږم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده‌کوونکو ته د "اسلام اساسات" کتاب د ۱۰ زره ټوکو وېش لړۍ پیل کړه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وايي چې د همدغو کتابونو له مطالعې وروسته به له زده‌کوونکو څخه ازموینه واخیستل شي او هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کوي، په ستاینلیکونو او جایزو سره وویاړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS