د پکتیکا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۲۷
خبرهای ریاست معارف ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د سویډن او یونیسف ادارو له استازو سره وکتل. د پوهنې رئيس د پوهنې په برخه کې د يادو ادارو له خدمتونو څخه د مننې ترڅنګ، په دغه ولايت کې د سيمه ييزو ښوونيزو ښوونځيو او ټولګيو د ستونزو په تړاو له راغلو پلاوو سره خبرې وکړې.
د پوهنې رئيس د يادو ادارو د فعاليتونو په برخه کې د اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ او له بلې خوا يې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې د سيمه ييزو او چټکو زده کړو د ١٣٠ ټولګیو د جوړولو او په ښوونیزو برخو کې د نورو مرستو د دوام اعلان هم وکړ.

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د دغه ولایت برمل ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل او د زده کوونکو د ستونزو په باب یې خبرې وکړې.
همدا راز نوموړي له فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د شینکۍ ولسوالۍ د زده کوونکو له ښوونیزو فعالیتونو څخه هم لیدنه وکړه او د پوهنې د ودې او پرمختګ په موخه یې د پوهنې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د آسيا د ټولنيزو خدمتونو اداره په پام کې لري چې د پکتيکا ولايت په لرو پرتو سيمو کې د سیمه ییزو ټولګیو شمېر ډېر کړي، چې په همدې موخه د يادې شوې ادارې استازي د دغه ولايت د پوهنې له رئيس سره وکتل او په دې برخه کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.
 د یاد ولایت د پوهنې رئیس د دغه اقدام په باب خوښي څرګنده کړه او له یادې ادارې سره یې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

د سویډن کمېټې سیمه ییز استازي د پکتیکا د ښوونې او روزنې له آمر سره وکتل او د ښوونیزو مسایلو او د هغوی د ګډو پروګرامونو په باب یې ورسره خبرې وکړې.
نوموړي آمر په دغه ولايت کې د سويډن کمېټې له ارزښتناکو خدمتونو څخه مننه وکړه او د يادې شوې ادارې د مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه، ترڅو د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې په بېلابېلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS