د پکتیا پوهنې ریاست او د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست او د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د نوموړي ولایت د ښوونیږ او روزنیږ نظام د ودې او پیاوړتیا په موخه د همکاری هوکړه لیک لاسلیک شو.
د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د یاد تړون د لاسلیک پر مهال یادونه وکړه ، چې دواړه لوري به د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کوي همدا شان په یاد هوکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه به د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره بیلابیل ګټور علمي پروګرامونه وړاندې کوي او د پوهنې ریاست اړوند ټولو رسمي ښوونکو لپاره به په فیس کې تخفیف ورکوي.
همدا رنګه د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي زیاته کړه: د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې او نورو ټولو همکارو موسسو نه منندوی یم چې زمونږ د ښوونکو او زده کوونکو لپاره بیلابیل علمي پروګرامونه برابروي .
همدې مناسبت ناسته کې د پکتیا ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي د پکتیا ولایت د ولایتي شورا وکیل محمد رحمان قادري هم دغه ډول پروګرامونه او ناستې ګټورې وبللې.
د یادولو وړ ده، چې د پکتیا پوهنې ریاست رهبري هڅه کوي چې له ټولو ممکنه لارو چارو ګټه پورته کړي ترڅو د زده کوونکو او ښوونکو ظرفیت لوړ شي او دوی یو روښانه راتلونکی ولري.
