د پکتیا په یو شمېر ښوونځیو کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو
د پکتیا د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د میوه لرونکو او زینتي نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.
په ښوونځیو کې د نیالګیو کېنولو یاد کمپاین، چې د زرغون ښوونځي په نوم نومول شوی د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې پیل شو.
د دغه کمپاین له لارې به دهیواد په ټولو ښوونځیو میوه لرونکي او زینتي نیالګي د ښوونځیو د زرغونتیا په موخه کېښودل شي.
د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د یاد کمپاین د پیل پر مهال د ښوونځیو مدیران، سرښوونکي ښوونکي او زده کوونکي وهڅول، چې د ښوونځيو د زرغونتیا په کمپاین کې برخه واخلي.
