د پکتیا په ولایت کې دیو ښوونځي نوي ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت وزې ځدران ولسوالۍ د موتي منځني ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او زیاته یی کړه: دا زمونږ دنده ده چې د زده کوونکو لپاره ښه مجهزه ودانۍ جوړه کړو، ولې دا بیا ستاسې مسؤلیت دی چې په ساتنه کې یې راسره مرسته او همکاري وکړئ.
د موتي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوه پوړنو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجي څخه د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۱۰ درسي خوني، ۲ اداری خونې، د احاطوي، دیوال عصري تشنابونه، میز او چوکۍ، د څښاک اوبه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې د دې ښوونځي په جوړیدو سره به د شاوخوا کلیو ماشومان په ښه توګه وکولای شي د لته په محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې روان کال له پیل نه د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیات شمېر ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د زیاتو يې د بنسټ ډبرې کښېښودل شوېدې.
