د پکتیا ولایت پوهنې لپاره شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د۳ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۳
jkhl

د پکتیا ولایت په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې د ۳ بابه ښوونځیو لپاره ۹.۵ جریبه ځمکه، چې ارزښت یې ۳ میلیونه ۲۲۹ زره او ۳۸۸ افغانۍ ښودل شوی، وقف شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ځمکې د سیمې د خلکو او د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو لخوا وقف شوې دي، چې پکې ۱.۵ جریبه ځمکه د زرمت ولسوالۍ د کوټي‌خېلو لېسې لپاره، ۲ جریبه ځمکه د کلال‌ګو لېسې لپاره او ۶ جریبه ځمکه د سیدکرم ولسوالۍ د خانان لومړني ښوونځي لپاره شامله ده.
د پکتیا پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د علم‌پالو خلکو له همکارۍ مننه کړې او له نورو هېوادوالو یې هم غوښتي چې له ښوونځیو او دیني ښوونیزو مرکزونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د موجوده امکاناتو په کارولو سره د یادو ښوونیزو ادارو لپاره د نویو ودانیو جوړولو زمینه هم برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS