د پکتیا ولایت پوهنې ریاست سره د ۷۳ زره افغانیو مرسته شوه
د څمکني ولسوالۍ پوهنې چارواکو په وینا، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د سلیمان خېل عالي لېسې سره په ټولیزه توګه ۷۳ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
یادې پیسې د برېښنا سیسټم، څښاک پاکو اوبو رسولو، یو پایه پرنټر، ۳۲ انچه سکرین او یو شمېر نورو اړینو تجهیزاتو په پېرودلو کې لګول شوې دي.
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د خلکو او سیمهییزو مسئولینو له مالي او معنوي ملاتړ څخه مننه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې دې خپله مالي او معنوي همکاري ونه سپموئ.
