د پکتیا ولایت په ۵ بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونه جوړ شول
د پکتیا ولایت لژه منګل ولسوالۍ اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ۱۲۳ زره او ۴۵۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ياد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه پروژه د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پلې شوې چې له امله یې د یادو ښوونځیو مشرتابه او کارکوونکو ته د برېښنا د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.
