د پکتیا ولایت په یو باب ښوونځي کې د ۸۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت یوه کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۴۷
65456

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د علم دوسته خلکو په مالي مرسته، د یاد ولایت احمدخېل مرکزي لېسې لپاره د ۸۱۰ زره ۲۷۹ افغانیو په لګښت یو باب کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې وسپارله.
په یاده خونه کې ۳۱ پایې کمپیوټرونه، ۱۸ پایې مېزونه، ۳۶ پایې څوکۍ، لمریزې برېښنا سیسټم، د ۳۶ تنو زده‌کوونکو لپاره د یو وخت تدریس ظرفیت لرونکی سکرین او نور اړین تجهیزات شامل دي.
د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي هم د ځایي خلکو له دغه نوښت ستاینه وکړه او له نورو شتمنو یې وغوښتل چې په داسې نېکو کارونو کې فعاله برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې، مخکې د همدغه ولایت په ۷ بابه ښوونځیو کې کمپیوټر لابراتوارونه او د لمریزې برېښنا سیسټمونه فعال شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS