د پکتیا ولایت مرکز اړوندو ښوونځيو ته د لمریزې برېښنا سیسټمونه فعال شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۲۳
65145

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د یوهمکار بنسټ په ملاتړ د مرکز ګردېز ښار د زاهو، تندان او چرمشکه ښوونځیو لپاره د ۳۰۷ زره ۲۰۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا (سولر) سیسټمونه له اړینو ملحقاتو سره نصب او فعال شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په وینا، د یاد هر ښوونځي لپاره ۱۰ تختې لمریزې برېښنا د نورو ضروري وسایلو ترڅنګ نصب شوې دي، تر څو پورته ذکر شوي ښوونځي د دوامدارې برېښنا له اسانتیاوو برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS