د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت د غونډو تالار ۵۰ سلنه کارونه پرمخ تللي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
ظظظ

د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د غونډو تالار او اداري خونې جوړولو چارې، چې تمه کېږي ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت به ولري، روان دي او تر اوسه پورې یې ۵۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
همدارنګه د همدې ولسوالۍ د بل‌خېل لېسې زده‌کوونکو لپاره، په ۱۱ جرېبه ځمکه کې د سپورټ لوبغالي جوړولو چارې هم روانې دي، چې د ځایی خلکو په مالي ملاتړ او د ۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د پوهنې چارواکي د خلکو ملاتړ د پوهنې د ودې په لور یو مهم ګام ګڼي او هرکلی یې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

لغمان ولایت کې د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۶ جریبه ځمکه یو باب مدرسې لپاره وقف شوه

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ د بنګري سیمې خلکو لخوا د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۶ جریبه ځمکه د انوار محمدیه مدرسې لپاره پوهنې آمریت ته ورکړل شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۹
Background image

د فاریاب ولایت تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو ته تدریسي مواد ووېشل شول

د اړینو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او د تقویتي ټولګیو د زده‌کوونکو ستونزو حل لپاره، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مرکز او پشتونکوټ، خواجه موسی، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، المار او قیصار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د زابل ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي زابل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې له ښوونیزو مسئولینو، آمرینو او د مرکز قلات ښار د ښوونځیو له. . .

BACK TO NEWS