د پکتیا ولايت اولسونه په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو په موخه اولسي کمپاین پیلوي
پوهنې وزارت، پکتیا : د پکتیا ولايت ډنډه پټان او څمکنيو ولسواليو کې اولسونه د ياد ولايت پوهنې ریاست سره په همغږۍ کې د (که ستا بچي دي، زما خور او ورور دي، باید ښوونځي ته ورشي.) تر شعار لاندې کمپاین پيل کړى او له دې لارې خپل اولس ته پیغام رسوي، چې خپل اولادونه په ښوونځیو کې شامل کړي څو ماشومان يې روښانه راتلونکى ولري.
یاد کمپاین چې د روان کال د وري (حمل) میاشتې له دریمې نېټې څخه پیل شوى، نن ورځ د پکتیا ولایت پوهنې رئيس استاد کوچي ځاځي په شتون سره، د زرګونو اولسونو لخو له پټان ولسوالۍ څخه تر څمکنیو ولسوالۍ پورې بدرګه شو.
په یاد علمي کمپاین کې د پوهنې رئيس، د ختیځو ولسوالیو د پوهنې امرینو او کار کوونکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو، د رسنیو استازو او ګڼو سیمه اییزو ځوانانو ونډه اخېستې وه.
پوهنې رئیس د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: که غواړئ، چې هیواد او. هيوادوال مو له شته بحرانونو را ووځي نو خپل او لادونه مو ښوونځي ته ولېږئ.
پوهنې رئیس وویل: له یوې خوا د پوهې او تعلیم زده کول فرض او الهي امر دی او له بله اړخه د وخت اړتیا او ضرورت هم دی. د هیواد جوړونې او پر ځان بسياينې یوازينۍ لار زده کړې کول دي، نو په کار ده، چې په دې اړوند هر پلار، هره مور او هر ورور خپل رسالت ادا کړي.
غونډې ته نورو ګڼو ویناوالو هم خبرې و کړې او یاد کمپاین یې د ټول هیواد او په ځانګړي ډول د پکتیا اولسونو لپاره یو غوره ګام وباله.
د غونډې ګډونوالو د پکتیا پوهنې ریاست ټولې کړنې وستايلې او ډاډ يې ورکړ، چې اولس ستاسو د علمي او پوهنیزو پروګرامونو تر څنګ ولاړ دی او هیڅ وخت به مو یوازې پرې نه ږدي.
