د پکتیا د پوهنې په ریاست کې د ( AFMIS) پروګرام پیل شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۳:۲۲
د پکتیا د پوهنې په ریاست کې د ( AFMIS) پروګرام پیل شو

د پوهنې وزارت_پکتیا: د ټول هیواد په کچه په لومړي ځل د پکتیا په پوهنې ریاست کې د CBA برنامې پر مټ د AFMIS پروګرام پیل شو .
د پکتیا په پوهنې ریاست کې د مالي چارو د ښه تنظیم او چټکتیا په موخه د ظرفیت لوړولو فعالیت برنامې (CBA) له لوري د AFMIS پروګرام پیل شو. له یاد پروګرام څخه به د ټول هیواد په کچه د اقتصادي چارو د تنظیم او مالوماتو لپاره ګټه اخستل کیږي.
د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په همدې مناسبت وویل : د دې پروګرام په پلي کولو سره به د پوهنې ریاست مالي چارې به د پخوا په پرتله ډیرې چټکې شي، زمونږ ټول مصارف، د ښوونکو معاشات او نور ټول هغه مسایل چې مالي برخه په کې رول لري د یوه ځانګړي سافټویر له لوري په منظم ډول پر مخ وړل کیږي.
ددې تر څنګ د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي هم دا پروګرام ګټور وباله او ظرفیت لوړونې فعالیت د برنامې له استازو سربېره له نورو ټول هغو اشخاصو یې مننه وکړه چې ددې پروګرام په راوړلو او ترتیب کولو کې یې همکاري کړې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS