د پکتیا د پوهنې رییس چارې وستایل شوې
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي چارې د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي له لوري وستایل شوې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي له لوري د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي چارې د تقدیرنامې په ورکولو سره وستایل شوې. د پکتیا پوهنې رئیس په همدې مناسبت د مننې په ډول وایي چې زمونږ د چارو تقدیرول لا مونږ هڅوي تر څو په ښه ډول وړاندې لاړ شو. نوموړي زیاته کړه، زه بیا مننه کوم له خپلو ټولو سپېڅلو کارکوونکو څخه چې زمونږ د پلان سره سم راسره پر مخ لاړ دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي چارې ستایل کیږي، بلکې له دې وړاندې د یاد ولایت ولایتي شورا، د ولایت محترم مقام او د بیلابیلو قومي شوراګانو له لوري ستایل شوې دي.
