د پکتیا د پوهنې رییس : شپه او ورځ په دې لټه کې یم تر څو د پکتیا ټولو او سیدونکو ته متوازن خدمتونه وړاندې کړم
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د تیر کال په لړ کې د اداري چارو د سمون په پار د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او لاسته راوړنو راپور دیوي غونډې په ترڅ کې د خبر یالانو سره شریک کړل.
استاد کوچي ځاځی په یاده مطبوعاتي ناسته کې د څلورو دوسیو یادونه وکړه، چې د پکتیا استیناف څارنوالي ته تللې همدارنګه اته نورې دوسیې د پوهنې وزارت د تفیش ادارې ته رسیدلې دي. ددې تر څنګ یې دا هم په ډاګه کړه چې په بیلابیلو مواردو کې دوه نیم میلیون افغانۍ د افغانستان دولت ته بیرته ګرځول شوی دي.
دپکتیا پوهنې ریاست رهبري ټولو پکتیاوالو ته په ډاډ سره وايي چې دوی شپه او ورځ په دې لټه کې دي تر څو ددې سیمې ټولو اوسیدونکو ته متوازن خدمتونه وړاندې کړي او هیڅ چاته به اجازه ورنکړي تر څو یو قدم هم غیر قانوني واخلې.
