د پکتیا د پوهنې رئیس: سږ کال د مرکز سربیره له ۸ ولسوالیو نجونې له ښوونځیو فارغې شوې
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په هغه غونډه کې چې د سید حسن عالي لېسه کې د نجونو د فراغت په ویاړ جوړې شوې وه وویل: سږ کال د مرکز سربیره له ۸ ولسوالیو څخه په زیات شمیر کې نجونې فارغې شوې.
نوموړي وویل چې پکتیا کې اوس هغه ستونزې مخ په ورکیدو دي، چې پخوا به د ځینو کلتوري محدودیتونو له امله چا لوڼې ښوونځيو ته نه پرېښودې. همدا شان یې د همدې لېسې زده کوونکې د بیلګې په ډول یادې کړې چې ۲۹ تنه ترې سږ کال فارغې شوې دي، په ورته وخت کې بیا ۴۲ تنه هلکان هم له دولسم ټولکي هم فارغ شوي دي.
استاد کوچي د سید حسن عالي لېسې یوې تنې ښوونکې ته د ریاست جمهوري له لوري ډالۍ شوی د اتلې ملالې مډال هم ورکړ او دا یې د ټولو ښځینه ښوونکو لپاره ویاړ وباله.
د یادولو وړ ده چې همدا د روان کال په پیل کې د ولس او ځینو مدني ټولنو په مرسته په ښوونځيو د ماشومانو د شاملولو پراخ کمپاینونه ترسره شول، چې په ترڅ کې ټولټال ۲۸۰۰۰ تنه نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شول. ددوی له ډلې ۱۱۰۰۰ تنه یې نجونې وې. تمه ده نوی ۱۳۹۹ تعلیمي کال د ولس په مټ د تېر په څېر په لا غوره ډول پیل کړو.
