د پوهنې ځینې ولایتي خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۵۸
bfffds

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند د امام باقر عالي لېسې شورا د یاد ښوونځي لپاره د ۸۴ زره افغانیو په ارزښت، لپ ټاپ کمپیوټر وپېره او د لمریزې برېښنا سیسټم یې هم فعال کړ.

سمنګان:

د سمنګان ولایت په پوهنې ریاست کې د ښوونکو د پورونو صندوق پرانیستل شو او په فعالیت یې پیل وکړ.

د مسئولينو د معلوماتو له مخې، دغه پورونه ښوونکو ته د ځانګړې کړنلارې له مخې ورکول کېږي او هره مياشت د ښوونکو له معاش څخه په قسطونو کې اخيستل کېږي.

غور:

د پوهنې وزارت د پالیسۍ له مخې په هېواد کې د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه، اوسمهال د غور ولایت پوهنې ریاست مسئولینو له خوا د یاد ولایت د حج او اوقافو ریاست خدمتي کارکوونکو لپاره د سواد زده کړې کورس جوړ شو، چې د پیل سره سم د پوهنې ریاست لخوا د همدغه کورس پر ګډن والو ښوونیز توکي ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS