د پوهنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت علم پرور ولس مرستې دوام لري

د ميدان وردګ ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت د پوهنې په برخه کې د یاد ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د خلکو د وروستيو مرستو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه:
۱- د يادې ولسوالۍ معارف دوسته خلکو د يو مېليون افغانيو په ارزښت، خپله ۵ جرېبه شخصي ځمکه په دغه ولسوالۍ کې د مست خېلو لېسې د ودانۍ جوړولو لپاره وقف کړه.
۲- الحاج جلال الدین وردګ چې د همدغه ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخصیت دی، د بي بي آمنه لومړني ښوونځي بیارغونې لپاره ۹۲۸ زره ۳۶۸ افغانۍ مرسته کړې ده.
۳- په همدې ولسوالۍ کې د پوهنې یو بل تن مینه وال، د زرني اناثیه ښوونځي ته د ١٩٤٩ ټوکه درسي کتابونو مرسته وکړه.
۴- یو بل علمي شخصیت ډاکټر عبدالولي هم د يادې ولسوالۍ د تنګي عثمانيه لېسې د ترميم لپاره له خپلو شخصي پيسو څخه ٣١٥٠٠ افغانۍ مرسته کړې ده.
۵- د همدې ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي انجنير محمدالله ميرزي د خالد بن وليد لېسې لپاره د ٢٣٠٠ ډالرو په ارزښت تخنيکي وسايل پېرودلي دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د سیدآباد ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو او ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.