د پوهنې وﺯارت سرپرستې ميرمن رنګينې حميدي د خوست ولايت د ښوونځيو او دارلمعلمين ښوونکو سره وکتل
ميرمن رنګينې حميدي خوست ولايت ته د سفر په ترڅ کې پنج شنبه د سلواغې په ۲۳مه د ښوونځيو او دارلمعلمين له ښوونکو او ﺯده کوونکو سره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ﺯده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت، د ښوونکو کمښت، د ښوونځيو جوړونې، کمپيوټر لب جوړونې، لابراتوار او نورو ادارى مسايلو له اړخه خپلې انديښنې شريکې کړې.
په پاى کې د پوهنې وﺯارت سرپرستې د ستونزو د حل ډاډ ورکولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د پوهنې وﺯارت رهبري به د ښوونکو د ﺫهنې آرامتيا په موخه هڅې ګړندۍ کړي.
