د پوهنې ولایتي خبرونو ته کتنه
بامیان
د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۱۰۷ غړو لپاره د عامه پوهاوي ۲ ورځنی سیمینار پیل شو.
د یو بل خبر له مخې؛ د وړتیا لوړولو سیمینار چې پنځه ورځې وړاندې د یاد ولایت د پنجاب ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شوی و، پای ته ورسېد.
جوزجان
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت مرکز اړوند صوفي قلعه ښوونځي لپاره د ۱۵۰ زدهکوونکو مېزونه او څوکۍ ترمیم او ښوونځي ته ووېشلې.
پکتیکا
یوې خیریه ادارې د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د مدارسو له قاریانو او طلابو سره د ۵۰ زره افغانیو په اندازه مرسته وکړه، چې پکې د قرآن کریم ۲۰۷ جلدونه او یو اندازه خواړه شامل دي.
