د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په شتون کې د بادغیس ولایت پوهنې رییس د کړنو ارزونه تر سره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۹:۲۴
د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په شتون کې د بادغیس ولایت پوهنې رییس د کړنو ارزونه تر سره شوه

پوهنې وزارت- کابل: د ولایتي پوهنې رییسانو د فعالیتونو ارزونو په دوام دا ځل د ډاکتر محمد میرویس بلخي په شتون کې د بادغیس ولایت پوهنې رییس ذکریا رحیمي کړنې و ارزول شوي.
د ارزونې دغه پروسه د ولایتي ښوونې او روزنې ریاستونو د پروخت او یو شان کړنو د تطبیق ډاډ ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي ، چې د ملکي خدمتونو کارکونکو قانون ته په کتو تر سره کیږی.
د ولایتي پوهنې رییسانو کړنې او لاسته راوړنې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمسیون د نظارت کوونکو کارپوهانو په شتون کې تر سره کیږي.
دا ارزونې د دندې تشو او نیمګړتیاو په پیژندلو ، د سمون په موخه د ګامونو په اخیستو او همدارنګه د ولایتي پوهنې رییسانو مثبتو فعالیتونو د ستایلو او هڅولو په موخه تر سره کیږي.
د یادونې وړ ده چې له دې نه مخکې د کاپیسا، لغمان او کابل ښار پوهنې رییسان کړنې د پوهنې وزیر په حضور کي ارزول شوی دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS