د پوهنې وزیر په رسمي سفر زابل ولایت ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۰
121

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا د یوه رسمي سفر په ترڅ کې زابل ولایت ته ورسېد او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، مسوولینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې د ښوونیز بهیر لا ښه والي اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزه وینا وکړه.
په پیل کې د زابل پوهنې رئیس د پوهنې محترم وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د اړوند ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې محترم وزیر په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د پوهنې له کارکوونکو او منسوبینو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم له مخې د خپلو مشرانو له لارښوونو بشپړ اطاعت وکړي او خپلې دندې د اخلاص، متقابل درناوي او مسوولیت احساس په فضا کې په غوره توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د. . .

BACK TO NEWS