د پوهنې وزیر، لوګر ته کاري سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۹:۲۸
د پوهنې وزیر، لوګر ته کاري سفر وکړ

د پوهنې وزیر ښاغلي شیخ القرآن و الحدیث مولوي نور الله منیر، د لوګر ولایت د پوهنې عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته کاري سفر وکړ.

لومړی، د پوهنې وزیر د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې ته ورغی ، د دې لېسې درسي بهیر یې له نږدې وکوت او هم یې د ښوونکو او زده کوونکو درسي ستونزې او غوښتنې واو رېدې.

وروسته نوموړی د پوهنې ریاست ته راغی، په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون وکړ، د ولایت مقام او پوهنې ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره یې وکتل او هم یې جوړې شوې غونډې ته خپله وینا واوروله.

  هغه په خپله خبرو کې وویل، چې لوګر ته یې د راتلو موخه د پوهنې وضعیت ارزونه وه، څو دلته د پوهنې عمومي وضعیت له نږدې وګوري.

نوموړي وویل، چې پوهنې وزارت د اسلام په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو زده کړو ته متعهد دی او دوی ته به د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره د زده کړو لازمه زمینه برابره کړي. 

د پوهنې وزیر، د پوهنې وزارت پر راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د ټولو ولایتونو د ولسوالیو په کچه له ۳ تر ۱۰ کلیوالي دیني مدرسې هم فعالې کړي. 

ورپسې د لوګر والي ښاغلي مولوي عنایت الله شجاع او مرستیال والي ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین د پوهنې وزیر ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه او د هغه پر راتګ یې خوښي څرګنده کړه.

والي او مرستیال یې د علم او پوهې پر ارزښت مهمې او ګټورې خبرې وکړې او له خلکو یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو اولادونو تعلیم او تحصیل ته ډېره پاملرنه وکړي. 

د غونډې په پای کې، د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو په استازیتوب د پوهنې قدرمن وزیر صاحب د راتلو هرکلی وکړ او هم یې  د پوهنې په برخه کې شته ستونزې او ننګونې نوموړي ته واورولې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS