د پوهنې وزارت یوولسمه اداري غونډه ترسره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۹:۵۴
مجلس اداری وزارت معارف دایر گردید

د پوهنې وزارت یوولسمه اداري غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ او د معینانو او مرکزي رئیسانو په غړیتوب، ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او بیا له آجنډا سره سم پر موضوعاتو بحث پیل شو.
په یاده غونډه کې د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعید احمد شهیدخیل په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د تدارکاتي قوانینو په نظر کې نیولو سره د استهلاکي کتابونو او قرطاسیې په اړه یوه طرحه جوړه او د وزارت له مقام سره شریکه کړي.
د بهرنیو اړیکو او تمویل کوونکو ریاست ته دنده وسپارل شوه ترڅو بهرني او کورني موسسات قانع کړي چې د وزارت له موافقې پرته دې د وزارت اړوند کارمندان نه جذبوي او هم دې یاده موضوع د کابینې غونډې ته د بحث او پرېکړې لپاره واستول شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د پوهنې وزارت د مسئولینو په ترفیع او تقاعد کې  د هغوی د جهادي سابقې او خدمت د حسابولو موضوع دې د ریاست الوزراء محترم مقام ته وړاندیز شي.
د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د هیواد په لیري پرتو او محرومو سیمو کې د ښوونکو د ګمارنې لپاره یوه طرحه جوړه او د وزارت له مقام سره شریکه کړي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS