د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۴:۵۳
123

د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معينيت له لوري د خپلو اړوندو څانګو د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو او مسلکي مهارتونو د لوړولو په موخه د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو.
په دې پروګرام کې به ګډونوالو ته د اداري او اجرائیوي مسايلو په ګډون د هغوی د کارونو په اړه روزنه ورکړل شي.
 د ياد وزارت د ښوونې او روزنې معينيت مسئولینو د دې سیمینار د جوړېدو موخه د اړوندو ادارو د اداري او اجرائیوي ریاستونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول وبلل او زياتوي چې د ورسپارل شویو دندو په وخت، شفاف او دقیق تطبیق کې یو له مهمو څانګو څخه د یاد شویو کارونو په طرز او طرزالعمل کې د کارکوونکو پوهه او مهارت دی، چې د همدې موخې لپاره دغه پروګرام په لاره اچول شوی دی.
باید وویل شي چې؛  د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د اداري چارو په پرمختګ کې اغېزمن ګڼي او په پام کې لري چې د ولایتونو د پوهنې ریاستونو کې هم ورته سیمینارونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS