د پوهنې وزارت پلاوی په رسمي سفر مالیزیا ته ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
afdsaf

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په مشرۍ د یاد وزارت یو مهم پلاوی د یو رسمي سفر په ترڅ کې مالیزیا ته ورسېد.

دغه پلاوی به د خپل سفر په لړ کې د مالیزیا هېواد د پوهنې له مسئولینو، علماءکرامو، د مدارسو او مکتبونو له مدرسینو او استادانو سره په کتنه کې، د افغانستان د ښوونيز وضعيت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په تړاو هراړخیز معلومات وړاندې کړي او هم به د یاد هېواد د بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو له مهمو او کلیدي مشرانو سره خبرې اترې ترسره او نظرونه تبادله کړي.

د یادونې ده چې په دغو کتنو کې به د دواړو هېوادونو د پوهنې مسئولین خپلې علمي تجربې هم یو له بل سره شریکې او په یاده برخه کې به د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو بحثونه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS