د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له استازو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۳۰
31

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي د یوې غونډې په ترڅ کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له استازو سره ولیدل او ورسره یې د پوهنې اړوندو مسایلو په تړاو هراړخیز بحث وکړ.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله «سعید»، یاد وزارت ته د ۱۴ کسیز پلاوي له راتګ هرکلی وکړ او د دوی دغه سفر یې د پوهنیز نظام د لا پیاوړتیا لپاره مهم وباله.

ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله «وصیل» هم د پورته ذکر شوي پلاوي د نظرونو او وړاندیزونو په تړاو څرګنده کړه: ننګونې باید په فرصتونو بدلې شي او د هېواد بچیانو روښانه راتلونکې او د ښوونې، روزنې لا پراختیا په موخه په ګډه کار ترسره شي.

دغه راز د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» په خپله وینا کې پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به په هېواد کې د پوهنې د ودې او لا پرمختګ لپاره هر ډول هڅې ونه سپموي او د پلاوي نظرونه او وړاندیزونه به د افغانستان اسلامي ا/مارت له مشرتابه سره شریک کړي.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS