د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ط.الب العلمانو آزموینې بهیر څخه څارنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۶
ads

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو او د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د ط.الب العلمانو د آزموینو بهیر څارنې په موخه نن کونړ ولایت ته ورسېد.

د اسلامي زده کړو معین په پیل کې د یاد ولایت د والي له مرستیال، پوهنې رئیس او یو شمېر کلیدي ځانګو آمرینو سره بحث او خبرې اترې وکړې، ورپسې نوموړی د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو آزموینو ځای ته ولاړ او د یادو آزموینو لړۍ یې له نږدې څخه وکتله.

دغه راز؛ نن د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د همدغو آزموینو څخه د څارنې لپاره پکتیکا ولایت ته ولاړ او په یاد ولایت کې یې د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو د آزموینو بهیر څخه له نږدې څارنه وکړه.

د پوهنې وزارت معینانو په دې کتنو کې له مسئولينو وغوښتل، چې د آزموينې روڼتیا او عدالت په جدي ډول مراعات کړئ او د هغو پر نظم او ډسپلین یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مدارسو آزموینې وڅارلې او د هغوی د بشپړ نظم په تړاو یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو هم د هېواد په ولایتونو کې د ثانویه او مافوق ثانویه آزموینو بهیر له نږدې وڅاره او د دغو آزموینو د روڼتیا د تامین په موخه یې مسئولینو او لوړ پوړو څارونکو ته اړین هدایات وکړل.

د يادونې وړ ده، چې نن د څلورمې ورځې لپاره د مدارسو «د ثانویه اومافوق ثانویه مرحلو آزموینې» په ټول هېواد کې په بشپړه بریا سره پلې او دغه لړۍ به تر راتلونکې پنجشنبې ورځې دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتیکا ولایت له پوهنې چارواکو او ښوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د پکتیکا ولایت له پوهنې مسئولینو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه ګډه غونډه وکړه.
د پوهنې وزارت د دعوت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۴
Background image

په خوست ولایت کې د څه کم ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت تعلیمي مرکزونه ترمیم شول

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال په سپېره ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې اداري ودانۍ څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوه

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ پوهنې آمریت اداري ودانۍ چې د ځایي خلکو په مالي مرسته د یو مېلیون ۱۴۳ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS