د پوهنې وزارت مرکزي هستې منسوبینو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت، د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له منسوبینو وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د لارښوونو او اصولو بشپړ رعایت وکړي.
نوموړي وویل چې د نننۍ غونډې اساسي موخه، د تېرو ازموینو د مخکښو ګډونوالو تقدیرول، د دیني موضوعاتو ارزونه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د مفاهیمو روښانه کول، د دیني پوهاوي لوړول او د منسوبینو د علمي، فکري او اخلاقي وړتیاوو د پیاوړتیا په اړه د لازمو لارښوونو وړاندې کول دي.
ورپسې د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس محترم شیخ محبالله مخلص د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او د هغو د بشپړ تطبیق ترڅنګ یې د اسلامي اصولو او اخلاقو پر رعایتولو ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د یوه مسلمان د شخصیت ښکلا د صورت او سیرت په سمون، ښو اخلاقو، نېک چلند، اخلاص، امانتدارۍ او د اسلامي اصولو په عملي کولو کې نغښتې ده.
په ورته مهال، د دعوت او ارشاد ریاست د ترسره شویو ازموینو له مخې، د پوهنې وزارت د مرکزي هستې اړوند ۲۵۴ تنه ممتاز ګډونوال چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د یاد ریاست د مسوولینو له لوري په ستاینلیکونو وویاړل شول.
دغه علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه د دعوت او ارشاد ریاست د مدرس محترم مولوي محمدزبیر له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.
