د پوهنې وزارت محترم سرپرست د پکتیکا ولایت له امام بخاري «رح» درالایتام څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۴
ghj

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، چې د پکتیکا ولایت د تعلیمي وضعیت په ارزونه بوخت دی، د یاد ولایت پوهنې ریاست مسئولینو او یو شمېر علماءکرامو په ملتیا، د امام بخاري «رح» دارالایتام څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو د تعلیمي وضعیت او علمي کچې ارزونې پرمهال یې د اړوندې ادارې له مهتممینو او طالب العلمانو سره وکتل.

د پوهنې وزارت محترم سرپرست په خپله وینا کې د هېوادبچیانو، په ځانګړي ډول د یتیمو او اړمنو ماشومانو لپاره د تعلیمي آسانتیاوو برابرولو ته په اشارې سره وویل: "په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو وړاندې کول چې زموږ د پلانونو او دندو په سر کې ځای لري، د یاد وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او موږ به په یاده برخه کې خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ کړو.

نوموړي زیاته کړه: " د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سالمه ښوونه او روزنه خپله دیني او ملي دنده ګڼو او ورته ژمن یو."

ورپسې د ذکرشوي دارالایتام چارواکو هم د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه له ورتګ تود هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت محترم سرپرست له هڅو قدرداني وکړه.

په پای کې، د یاد دارالایتام مسئولینو یو لړ وړاندیزونه او ستونزې هم د پوهنې وزارت له محترم مشرتابه سره شریکې کړې، چې د محترمې رهبرۍ لخوا ورته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS