د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار له بلخ ولایت څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاثالدین آغا د یو شمېر کلتوري چارو تطبیق په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني سره د لیدنې ترڅنګ، د ښوونځيو په کتابتونونو کې د کتابونو اروزنې په هکله هراړخیز بحث وکړ.
په یاده غونډه کې، د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار په ښوونځیو کې د دیني او کلتوري پروګرامونو پلي کولو، د کتابتونونو د بډاینې او د لوستلو د کلتور ودې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او چارواکو ته یې په کتابتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو او د هغوی بډاینې لپاره ګټورې او اړینې لارښوونې وکړې.
