د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني علومو ازموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۳۷
dsf


د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسوولين وايي: د فقهې او ديني علومو د لومړي پړاو ازموينه د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو له کارکوونکو څخه د دغه وزارت په جومات کې واخيستل شوه.
 د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ مولوي عبدالحی حازم وايي: د دې ازموینې پوښتنې د هغو لیکچرونو له محتوا څخه ترتیب شوې چې هره ورځ د دې ادارې کارکوونکو ته تدریس کېدې.
هغه څرګنده کړه: له دې ارزونې څخه موخه داسلام د مبارک دین له احکامو او اصولو سره د کارکوونکو پوره آشنا کول دي.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په وینا؛ په ورته وخت کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې په ټولو ریاستونو کې دیني ازموینې پیل شوې، چې ټاکل شوې د یادو ادارو له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شي.
 د شیخ حازم په وینا، هغه کسان چې په دې ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کوي ستایل کیږي او هغه څوک چې معیاري نمرې نه شي ترلاسه کولی باید ډېره دیني مطالعه وکړي. ترڅو راتلونکو ازموینو ته چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS