د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار اړوند د دعوت او ارشاد رياست مبلغينو لپاره اصلاحي او تربيتي سيمينار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۸
124

نن د افغانستان.ا.ا د پوهنې وزارت له لوري د ياد وزارت د ساينس مرکز تالار کې د کابل ښار اړوند د دعوت او ارشاد رياست مبلغينو لپاره يو ورځنی اصلاحي او تربيتي سيمينار ترسره شو.
په يادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د ياد وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي عزيز احمد ريان، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ ندا محمد نديم، د يادو وزارتونو يو شمېر معينانو، د عوت او ارشاد رئيسانو او ځينو نورو مسئولينو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د ياد سيمينار د موخې په تړاو يې ګډون والو ته اړين معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا وويل: د اسلام دمبارک دين يو له بنسټيزو موخو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر عملي کول دي؛ په دې توګه پر موږ او تاسو لازمه ده، تر څو په خپلو ټولو ورځنيو چارو کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم) تګلاره پلې کړو.
دغه راز د ياد وزارت د کيفيت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق څرګنده کړه، چې د افغانستان.ا.ا. تر ټولو بنسټيز محور امر بالمعروف او نهی عن المنکر ده او دا د ټولو دولتي اداراتو لپاره دزړه حيثيت لري، چې په ترڅ کې يې د ټولنې افراد هر اړخيز اصلاحات تر لاسه کوي.
همدارنګه د يادې غونډې پرمهال د يو شمېر نورو وزارتونو سرپرستانو او معينانو مبلغينو ته خپلې اغېزناکې ويناوې وکړې او هغوی يې خپلو اساسي موخو ته متوجه کړل.
ياد مراسم د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS