د پوهنې وزارت لخوا په بامیان ولایت کې ۱۴۷ بابه لابراتوارونه فعال شول

په ښوونځیو کې د ساینسي لابراتوارونو جوړول او فعالول د پوهنې وزارت د پالیسۍ د یوې برخې په توګه چې د عصري علومو د تدریسي کیفیت لاښه کولو په موخه یې لري، اوسمهال د بېلابېلو ولایتونو په تعلیمي ادارو کې پلي کېږي.
د همدغه اصل په پام کې نیولو سره پوهنیز نظام د تخلیقي فکر غوړولو او د پلټونکو او نوښتګرو اشخاصو د روزنې له لارې، د زده کونکو د خلاقیت په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي؛ له همدې امله، د پوهنې وزارت وکولی شول چې په تېر ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۱۴۷ بابه ښوونځیو کې لابراتوارونه فعال کړي.
د بامیان ولایت پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار په وینا؛ پورته ذکر شوي لابراتوارونه پخوا غیر فعال وو، خو د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست په همکارۍ او د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په هڅو سره بېرته فعال او د یادو مرکزونو د زده کونکو لخوا د کارونې لپاره چمتو شول.
د پوهنې وزارت پلان لري، چې ډېر ژر د یاد ولایت د مرکز په اړوندو کې یو ښه مجهز لابراتوار جوړ کړي، تر څو د اړینو مضامینو په عملي درسونو کې وکارول شي.