د پوهنې وزارت لخوا د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳۱
14

د پوهنې وزارت له لوري، د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره، په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، مرکزي رئیسانو، د یو شمېر نورو وزارتونو معینانو او مسئولینو په حضور کې لاسلیک شول، چې په دې سره به یادې ادارې د علمي همکاریو نوی باب پرانیزي.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین، ټولو ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې په تړاو مفصله وینا وکړه او ویې ویل: پوهنې وزارت په خپل بې سارې اقدام کې د مرکزونو په شمول هغو لیرې پرتو سیمو ته هم ښوونیز او روزنیز چوپړونه رسولي، کوم چې د تېرې ادارې پرمهال ورته هېڅ ډول پام نه و شوی.

نوموړي زیاته کړه، په بېلابېلو برخو کې د پوهنې وزارت له پرمختګونو سربېره، نن ورځ د ۲۵ ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو لپاره هوکړه لیکونه لاسلیکوو، چې په حقیقت کې دا په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره یو طلایي فرصت دی، تر څو هر هېوادوال د علم او پوهې له رڼایۍ څخه برخمن شي.

ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین، د یاد وزارت لخوا د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د یادو هوکړه لیکونو لاسلیکېدل خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلام په مبارک دین کې پر کتابت زیات ټینګارشوی؛ دا ځکه چې د ورځني ژوند د ټولو کړنو پرمختګونه د لیک لوست پر پیاوړتیا او تر لاسه کولو پورې تړلې دي.

په ورته مهال د یو شمېر نورو وزارتونو مسئولینو او علماءکرامو هم د لیک لوست د اغېزو او اهمیت په تړاو هراړخیزې علمي ویناوې وکړې او د ټولنې افراد یې د علم او پوهې تر لاسه کولو ته وهڅول.

په پای کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین او کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید او د هېواد د ۲۵ نورو وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازو ترمنځ د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د لایحو په رڼا کې د همکاریو دا ډول تړونونه به د اړوندو وزارتونو او ادارو د نالوستو کسانو لپاره د سواد کچې لوړولو او تجربو شریکولو په برخه کې یو غوره فُرصت رامنځته کړي.

دغه پرتمینه غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS