د پوهنې وزارت لخوا د هېواد د ولایتونو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۵۰ عرادې موټرسایکلونو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۲۴
32

په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت لخوا د هېواد د ولایتونو پوهنې آمرینو لپاره د موټرسایکلونو وېش لړۍ د پيل په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله «خالد»، د مرکز او ولایتونو پوهنې مسئولینو او کارکوونکو برخه درلوده.

په پیل کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ولایتونو آمرینو لپاره د موټرسایکلونو وېش په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، لله الحمد، د پوهنې وزارت په علمي ډګر کې نوښتګر او د پام وړ ګامونه پورته کړي دي، چې د نننیو وسایطو وېش پروسې پیل یې د نمونې په توګه یادولی شو.

دغه راز نوموړي له مسئولینو وغوښتل تر څو په خپلو اړوندو دندو کې له یادو وسایطو څخه سالمه او اعظمي ګټه پورته کړئ.

په ورته مهال نورو مسئولینو هم په ټولنه کې د علم او پوهې اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې د کیفیت لالوړولو په برخه کې شپه -ورځ خپلې هلې ځلې جاري ساتي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.

مراسم د پوهنې وزارت د خدماتو ریاست د ترانسپورټ د آمر مولوي محمد ابراهیم "محمد" په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS