د پوهنې وزارت سرپرست په یو رسمي سفر کونړ ولایت ته ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۱۳
asdfgh
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري او د پوهنې چارواکو یې ملتیا کوله، د همدغه ولایت د څوکۍ، نورګل او نرنګ ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې وکتل.
د پوهنې وزارت سرپرست په نورګل ولسوالۍ کې د دوی په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړې او په ټولنه کې یې د پوهنې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه: په ننني عصر کې د دیني او عصري علومو زده کړه د پرمختګ یوازینۍ لار ده، چې په ترڅ کې یې هېواد او ټولنه پر ځان بسیا کېږي.
د يادو ولسواليو د ښوونیزو بنسټونو مسئولينو او استادانو د پوهنې وزارت د سرپرست سفر یو نېک ګام وباله او د يادو مرکزونو زده کوونکو نوموړي ته د ګلونو ګېډۍ په ورکولو سره ښه راغلاست ووايه.
له بلې خوا د پوهنې وزارت سرپرست یو شمېر ممتاز زده کوونکي د نغدو پیسو په ورکولو سره وستایل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د. . .

BACK TO NEWS