د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د نورستان ولایت جهادي مدرسه پرانیستله
د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې چې د یاد ولایت والي، ګڼ شمېر علماوو، جهادي شخصیتونو، ولسي مشرانو، د مدرسې استادانو او طالبانو حضور درلود، د نورستان ولايت جهادي مدرسه پرانیستله.
د پوهنې سرپرست وزیر په یادو مراسمو کې د علم او پوهې د ارزښت په اړه تفصيلي وینا وکړه او د نورستان خلک يې وهڅول ترڅو خپل اولادونه مدارسو او ښوونځيو ته شامل کړي.
د پوهنې محترم وزير صاحب د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولايت د پوهنې له رياست او جهادي مدرسې څخه هم ليدنه وکړه او اړوندو مسئولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.
