د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر د هیواد بیلابیلو ولایاتو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو له تعلیمي بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
محترم وزیر صاحب لومړی دننګرهار ولایت ته لاړ، هلته یې د هیواد د ستر دیني عالم شهید شیخ مولوي رحیم الله حقاني رحمه الله تعالی د فاتحې په مراسمو کې برخه واخیسته، وروسته یې د پوهنې ریاست ته تشریف یووړ، د یاد ریاست له رئیس، آمرینو،مدیرانو او کارمندانو سره یې له نږدې ولیدل، هغوی ته یې اړینې لارښوونې وکړې، د هغوی وړاندېزونه او ستونزې یې واورېدلې او د حل په برخه کې یې د اقدام کولو ژمنه وکړه. وروسته ېې د ننګرهار له مرکزي مدرسې څخه لیدنه وکړه، د مدرسې له مهتمم، استادانو او زده کوونکوسره یې ولیدل او له هغوی سره یې تفصیلي خبرې وکړې.
وروسته یې د کاپیسا ولایت ته تشریف یووړ، د یاد ولایت دپوهنې له ریاست ، ځینو مدارسو او لیسو څخه یې لیدنه وکړه ، له مسئولینو سره یې خپل ارزښتناک هدایات شریک کړل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
د یادونې وړ ده، چې دپوهنې محترم وزیر صاحب د خپل مسئولیت په تیره یوکلنه دوره کې د هیواد نږدې دیرشو ولایتونو ته سفرونه کړیدي، د یادو ولایاتو تعلیمي بهیر یې له نږدې لیدلی کتلی دی او په نږدې راتلونکې کې به د هیواد پاتې ولایاتو ته هم سفر وکړي.
