د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د اهل تشیع هزاره وروڼو له استازو سره وکتل
تر غرمې وروسته دپوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د اهل تشیع هزاره وروڼو د (شورای اجتماعی و فرهنګی نسل خرد و دانش ) له مسئولینو او غړو سره وکتل.
غونډه د محترمې خور( تمنا هاشمي) له لوري د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د اسلامي امارت د تیر حاکمیت په مهال په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسل محترم مولوي رحمت الله کاکازاده صاحب چې یاد ملاقات یې تنظیم کړی وو، خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د هیواد د وروڼو قومونو د اتحاد او یووالي په اهمیت ټینګار وکړ . وروسته د یادې شورا مشر محترم دوکتور محمد یوسف رضایي وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې له اسلامي امارت سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې اهل تشیع هزاره وروڼه د ژوندانه په ټولو ډګرونو په تیره بیا د پوهنې په برخه کې له اسلامي امارت سره خپلې بشپړې همکاري ته چمتو دي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې شورا فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دوی اړونده شورا په کابل ښار کې له بیوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي موادو مرستې کوي، په کابل ښار کې یې یو عامه کتابتون تاسیس کړیدی، چې نږدې( ۲۰۰۰)جلده کتابونه یې د مطالعې د مینه والو لپاره پکې اېښي دي او هم د بیوزلو کورنیو ماشومان او ځوانان په تخفیفي فیسونو ښوونځیو، تعلیمي مراکزو او پوهنتونونو ته شاملوي .نوموړي زیاته کړه، چې د یادې شورا غړو د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره له هیواد څخه د بهر تللو هڅه ونه کړه، بلکې غوره یې دا وبلله چې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه د هیواد لپاره خدمت وکړي او موجودې ناخوالې له منځه یوسي.وروسته د یادې شورا لومړي مرستیال محترم عبدالخلیل نظري خبرې وکړې او دخپلو خبرو په ترڅ کې یې د اهل تشیع هزاره وروڼو په سیمو کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو په هکله خپل معلومات له محترم وزیر صاحب سره شریک کړل.
وروسته د یادې شورا ویاند محترم استاد عبدالعلي محمدي هم خپل وړاندیزونه او نظریات د محترم وزیر صاحب حضور ته وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې راغلیو ښاغلیو او اغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې وویل چې له نېکه مرغه افغانان له لسیزو، لسیزو ناخوالو،جګړو او ستونزو وروسته د اسلامي نظام او ملي وحدت سترو اهدافو ته ورسیدل او د یادو موخو په لاس ته راوړلو کې د افغانستان د فرد،فرد هلې ځلې او قربانۍ د هیرولو نه دي. د نوموړي په وینا، دغه بریالیتوب د یوې ډلې، قوم یا سیمې بریالیتوب نه، بلکې د ټول افغان ملت بریالیتوب دی.نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د هیواد تعلیمي نظام په اسلامي اساساتو استوار کړي، تعلیم ته عمومیت ورکړي،تعلیم معیاري کړي او د تعلیمي خدماتو په وړاندې کولو کې هیڅ ډول تبعیض ونکړي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له اهل تشیع هزاره وروڼو څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د ملت د یوې مهمې برخې په توګه د هیواد خدمت ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده، چې د پورتني مجلس له خلاصیدلو څخه وروسته د پوهنې محترم وزیر صاحب د (ایتلاف نهج نوین افغانستان) له رئیس استاد مصباح شهرستاني سره هم وکتل .نوموړي دخپلو په ترڅ کې هم له اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې له وزارت سره د هر ډول همکاري ژمنه وکړه او هم یې د پوهنې محترم وزیر صاحب ته دعوت ورکړ ترڅو د کابل لویديځو سیمو ته تشریف یوسي او له نږدې څخه د یادې سیمې تعلیمي بهیر وګوري.
د پوهنې محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې له محترم استاد مصباح شهرستاني څخه د نوموړي د تشریف راوړلو او ګټورو نظریاتو د وړاندې کولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د هیواد له ټولو قومونو او پرګنو څخه جوړ نظام دی، په دې نظام کې د هیواد د هرې سیمې،قوم،ژبې او مسلک خلک ځانونه لیدلای شي. اسلامي امارت خپل ملت ته د خدماتو د عرضه کولو په برخه کې په تیره بیا د تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې هیڅ ډول امتیاز او تبعیض ته قایل نه دی.
