د پوهنې وزارت سرپرست له لوري په پېښور ښار کې د پوهنې آتشه وستایل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۱۱
dfg

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د پاکستان اسلامي جمهوریت په پېښور ښار کې د یاد وزارت آتشه مولوي عبدالقدیر سعید د غوره خدمتونو له امله د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه. د پوهنې وزارت سرپرست په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو زده کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د همدغه افغان آتشه خدمتونه مهم او د ستایلو وړ وبلل او له نوموړي یې وغوښتل، تر څو د افغان کډوالو زده کوونکو لپاره د تحصیلي اسنادو بشپړولو او منظورۍ برخه کې لازیاتې آسانتیاوې برابرې کړي. له بلې خوا د پوهنې آتشه د پوهنې وزارت مشرتابه ته د خپلې ژمنې په تازه کولو سره په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د هر ډول آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS