د پوهنې وزارت سرپرست له لوري په غزني ولایت کې د یو باب دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۲:۵۳
قفص

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د "عظمیه" دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښوده.

د پوهنې وزارت سرپرست د يادې دیني مدرسې د بنسټ مراسمو کې د همدغه ښوونیز بنسټ جوړېدل يو مهم ګام وباله او زياته يې کړه: دغه مدرسه د معياري زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو په برخه کې هم اغېزمنه تمامېږي.

نوموړي څرګنده کړه، پوهنې وزارت پلان لري او هڅه کوي، تر څو د مدارسو او ښوونځیو علمي کیفیت لاپسې لوړ او د زده کوونکو تعلیمي کچه پیاوړې کړي.

د یادولو وړ ده، د مدرسې دغه ودانۍ چې ۱۰ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو محراب جومات له نورو اړینو ملحقاتو سره به ولري، د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند په شینکي کلي کې د همدې ولایت د یو تن ملي سوداګر په مالي مرسته په ۱۲ جرېبه ځمکه کې د ۶ مېلیونه افغانیو لګښت سره جوړېږي.

د سيمې خلکو هم په خپل ګاونډ کې د دغه ديني مدرسې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام په برخه کې د هېوادوالو د مرستو له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS