د پوهنې وزارت سرپرست غور ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۰:۰
ugfd
د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی، د غور ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې یې د«منبع العلوم دیني مدرسې» څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد دارالعلوم کې یوې سترې غونډې ته چې پکې د پوهنې رئيس، استادانو، علماءکرامو او د سيمه ييزو ادارو استازو ګډون درلود د خپلو خبرو پر مهال، د ټولنې په پرمختګ او اصلاح کې د پوهنې پر ګټو خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرست په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو چوپړونو پر وړاندې کولو، په ځانګړي ډول هغو محرومو سیمو ته چې ستونزمنې او غرنۍ لارې لري، ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: زموږ د هېواد روښانه راتلونکی د باکيفيته زده کړو له لارې د ځوان نسل په پياوړتيا پورې تړلی دی او ژمنه يې وکړه چې پوهنې وزارت به پخپلو جدي هلو ځلو او د لازياتو ښوونیزو او روزنیزو آسانتياوو برابرولو سره په يادو سيمو کې د پوهنيزو بنسټونو پراختيا او پياوړتیا ته لاپسې دوام ورکړي.
نورو ويناوالو د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د يادې موضوع په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او ويې ويل: مدارس او ښوونځي يو له مهمو علمي او فرهنګي بنسټونو څخه دي او په هېواد کې یې د ښوونې او روزنې د بنسټونو پراختیا ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې ستاینه وکړه.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS