د پوهنې وزارت سرپرست د یاد وزارت له یو شمېر مرکزي ادارو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د یاد وزارت له مسئولینو او کارکوونکو سره په شخصي توګه د لیدنې پر مهال، د اړوندو ادارو د ورسپارل شویو دندو د ارزونې، د هغوی د نظریاتو، وړاندیزونو او ستونزو د اورېدو په موخه، نن له غرمې مخکې د اسلامي زده کړو معينيت له څانګو، د بشري سرچينو او اداري پراختيا له لوی ریاست، د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د یادو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو سره د نیږدې کتنې په ترڅ کې، د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته، له مراجعینو سره د ښه چلند، په خپل وخت د کارونو د ترسره کولو او له بیت المال څخه د سمې استفادې کولو د سپارښتنو ترڅنګ، له هغوی څخه وغوښتل چې د هېواد او خلکو لپاره د واقعي خدمت کولو په لاره کې خپل ټول ځواک او مسلکي پوهې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست د لیدنې پر مهال د یاد وزارت د مسئولینو او د مشرتابه هڅې، چې لا هم د شته ستونزو او مشکلاتو په لټه کې دي، وستایلې او د پوهنې وزارت د مشرتابه د تصمیمونو په رڼا کې یې د خپلو کاري پلانونو د پلي کولو ډاډ ورکړ.
