د پوهنې وزارت سرپرست د کابل ولايت له يو شمېر ښوونيزو بنسټونو څخه ليدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۳:۲۹
الیبلا

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا د کابل ولايت بګراميو ولسوالۍ اړوند له افغان دارالعلوم، حسين خېل عالي لېسې او اشراق خصوصي ښوونځي د ښوونيز وضعيت څخه ليدنه وکړه.

په پيل کې د پوهنې وزارت سرپرست يادو ښوونيزو بنسټونو ته په داخلېدو سره د پوهنې آمرينو، ښوونکو او زده کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

همدارنګه نوموړي د يادو تعليمي بنسټونو له مسئولینو او ښوونکو سره په کتنه کې، د ښوونيز وضعيت لاښه والي او تعليمي کيفيت پر لوړوالي ټينګار وکړ او اړوندو مسئولينو ته يې د پوهنيزو مسایلو په اړه رغنده مشورې ورکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
Background image

د پکتیا او غزني ولایتونو ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینارونه پیل شوي دي

د پوهنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د ښوونځیو د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره روزنیز سیمینارونه پیل کړي دي، چې په دې سره په پکتیا او غزني ولایتونو کې د ساینس او ریاضیاتو ۲۱۲ تنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۳۶
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علم‌پروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

BACK TO NEWS