د پوهنې وزارت سرپرست د هرات ولایت د دیني مدارسو له علماوو او مسئولینو سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۸
123

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس استاد وحیدالله هاشمي او د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت د دیني مدارسو له مسئولینو او استادانو سره په کتنه کې، د اسلامي زده کړو بنسټونو د کړنو د لاښه والي په اړه تفصیلي خبرې وکړې. 
د پوهنې وزارت سرپرست د هرات له علماوو سره په کتنه کې د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل؛ د اسلامي زده کړو د مرکزونو په ګډون د ټولو ښوونیزو بنسټونو پراختیا ته پاملرنه د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه ده، چې د پوهنې وزارت رهبري ورته ژمنه ده.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ټولنې په اصلاح کې د علماوو رول ته اشاره وکړه او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د خلکو په منځ کې له خپل معنوي نفوذ څخه په استفادې سره د ښو اخلاقو، یو بل منلو او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي.
په یاده کتنه کې یوشمیر علماوو او استادانو د موضوع په مرکزيت خبرې وکړې او له علماوو سره یې د کتنې په ګډون، دغه ولایت ته د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر څخه خوښي څرګنده کړه.
په پای کې د دیني زده کړو بنسټونو مسئولینو خپل نظریات او یو شمیر وړاندیزونه د پوهنې وزات مشرتابه ته وړاندې کړل، د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د همکاري ژمنه ورسره وشوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS