د پوهنې وزارت سرپرست د لوګر ولایت تعلیمي وضعیت او د ط.الب العلمانو آزموینې بهیر وڅاره

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۱
ss

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا نن د یو لړ پوهنیزو چارو ترسره کولو لپاره لوګر ولایت ته ولاړ او هلته یې د پوهنې ریاست رهبرۍ، سیمه ییزو مسئولینو او علماء کرامو سره د کتنو ترڅنګ، د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د آزموینو ارزونې په موخه، د مدارسو د ط.الب العلمانو له آزموینې بهیر څخه هم لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست د یادو آزموینو څخه د کتنې پر مهال، ګډون والو ته د علم او پوهې پر ارزښت ګټورې او ارزښتناکې تفصیلي خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول، تر څو د دنیا او آخرت د بریالیتوبونو ترلاسه کولو او د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري علومو سمبال کړي.

په ورته وخت کې نوموړي د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولینو سره د ځانګړې ناستې پر مهال، د یاد ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت او ننګونو په تړاو خبرې وکړې، د سیمه ییزو مسئولینو نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS