د پوهنې وزارت سرپرست د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د پوهنې له مسوولینو سره یې وکتل.
د پوهنې سرپرست وزیر شیخ القرآن و الحدیث الحاج مولوي نورالله منیر او ورسره مل پلاوی شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته نن ورسېد.
د دغه سفر موخه د يادو ولايتونو د ديني مدرسو او ښوونځيو د وضعيت څېړل دي.
په هغې غونډه کې چې رئیس، مرستیالانو او د ښوونځیو او مدارسو مدیرانو په ګډون جوړه شوې وه، د فارياب ولايت دپوهنې رييس مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله ياد شوي ولايت ته دپوهنې سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او همدارنگه نوموړي د پوهنې وزارت چارواکي ته د یاد ولایت د پوهنې ریاست شته ستونزو په اړه لنډ راپور ورکړل.
ورپسې د پوهنې وزیر شیخ القرآن و الحدیث الحاج مولوي نورالله منیر د یاد ولایت د پوهنې له مسؤلینو سره د لیدنې څخه خوشحالي څرگنده کړه او د یادې لیدنې په ترڅ کې د اسلامي امارت د تګلارې، د قرآن کریم د تدریس، اسلامي ارزښتونو او د پوهنې پر کیفیت او په ټولنه کې د ساینس او پوهې پر اهمیت خبرې وکړې، همدارنگه د پوهنې له مسوولینو څخه یی وغوښتل، چې ټول زده کوونکي د لکه خپل اولادونه وګڼي او د الله ج له کتاب او نبوي سنتو سره یې آشنا کړي او د اسلام په لوړ روحیه یې تربیه کړې.
د پوهنې سرپرست وزیر د دغه ولایت د کنفرانسونو په تالار کې د نورو دولتي ادارو له رئیسانو، مجاهدینو، دیني عالمانو، مخورو او قومي مشرانو سره وکتل او په دغه غونډه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بریا او د قرآن کریم د تدریس د موثریت،د اسلامي نظام حاکميت، د علم او پوهې ګټې، د خويندو له خوا د اسلامي حجاب مراعاتولو په اړه یې خبرې وکړې. او همدارنگه په خلکو یې غږ وکړ چې سره يو موټي شي او د قرآن کریم قانون له حاکميت څخه دفاع وکړي.
